رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه «اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْدِني، وارزقْنِي» وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه...
له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه «اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْدِني، وارزقْنِي» وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل لمانځه کې د دوو سجدو تر مینځه په دغو پنځو دعاګانو سره دعا کوله چې مسلمان ورته سخته اړتیا لري او د دنیا او آخرت خیر پکې دی لکه: د بخښنې غوښتل، د ګناهونو پټول او بنده ته ترې تېرېدل، بشپړ رحمت، له شکونو، خواهشاتو، ناروغیو او مرضونو څخه نجات، د حق لپاره له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل او پرې ثابت پاتې کېدل، او د ایمان، علم، نیک عمل او پاکیزه حلال مال رزق غوښتل.
Hadeeth benefits
د دوو سجدو تر منځه په ناسته کې د دې دعا مشروعیت.
د دې دعاګانو فضیلت، ځکه چې د دنیا او اخرت خیر پکې دی.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others