- لمونځ کوونکي چې کله په خپل لمانځه کې شک درلوده او ډاډه نه و چې څو رکعته یې کړي دي، نو شک دې وغورځوي او په عمل دې یقین وکړي چې هغه لږ عدد دی، نو لمونځ به یې پوره شي او د سهوې لپاره به له سلام اړولو مخکې دوه سجدې وکړي، بیا به سلام وګرځوي.
- په دې دوو سجدو سره لمونځ جبرانیږي، شیطان پرې رټل کیږي، په داسې حال کې چې ذلیل او سپک به وي او خپل مراد ته به نه وي رسېدلی.
- کوم شک چې په حدیث کې دی، هغه شک دی چې انسان په کې متردد وي او له هېڅ عدد څخه ډاډمن نه وي، نو کله چې غالب ګمان پیدا شو او زړه ډاډه شو نو عمل دې پرې وکړي.
- د وسوسو په وړاندې مبارزې ته هڅول او د شریعت امر ته په غاړې اېښودلو سره یې له منځه وړل.