لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ».
«هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي...
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «لَا صَلَاةَ بِحَضْرَةِ الطَّعَامِ، وَلَا هُوَ يُدَافِعُهُ الْأَخْبَثَانِ».
«هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي».
مسلم روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه خوراک په شتون کې له لمانځه څخه منعه کړې چې د عبادت کوونکي اشتها ورته راځي او زړه یې ورسره تړلی وي.
همدا رنګه یې هغه مهال له لمانځه څخه منع فرمایلي ده چې اودس ماتی ورټینګ وي - تشې او یا ډکې متیازې ورځي - ځکه چې د دې دواړو ایسارول یې مشغولوي.
Hadeeth benefits
لمونځ کوونکي ته په کار دي چې په لمانځه له پیلولو مخکې هر هغه شی له مخې لرې کړي چې مشغولوي یې.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others