/ رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل

له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل.

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه د ناستي پر مهال دا دعا کوله: «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي». یعنې ربه ما ته بښنه وکړه، ربه ما ته بښنه وکړه. او تکراروله به یې. او د رب اغفرلی معنا: له رب څخه د بنده غوښتنه ده تر څو یې ګناه پاکه او عیبونه یې پټ کړي.

Hadeeth benefits

  1. په فرض او نفل لمونځونو کې د دوو سجدو تر منځه د دې دعا د وییلو مشروعیت.
  2. د رب اغفرلی د تکرارولو مشروعیت، پداسې حال کې چې یو ځل لوستل یې واجب دي.