/ مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي...

مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ» "څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي".
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په عبادت سره د قدر د شپې تېرولو له فضیلت څخه خبر ورکوي؛ کومه چې د رمضان د میاشتې په وروستیو لسو شپو کې ده، او دا چې چا پکې - په لمونځ کولو، دعاء، قرآن کریم لوستلو او ذکر کولو سره - زیار وویست، پداسې حال کې چې - د قدر په شپې او هغه څه یې چې په فضیلت کې راغلي دي - ایمان ولري، او په عمل سره یې د الله څخه د اجر لاسته راوړلو هیله وي؛ نه ځان ښودنه او شهرت، نو یقینا چې هغه انسان ته به د هغه ټول مخکني ګناهونه وبخښل شي.

Hadeeth benefits

  1. د قدر د شپې فضیلت او په عبادت سره یې په تېرولو ټینګار.
  2. نېک عملونه یوازې د نیت له اخلاص سره منل کیږي.
  3. د الله تعالی فضل او رحمت، ځکه چا چې د قدر شپه له ایمان او د ثواب په نیت په عبادت کې تېره کړه، د هغه مخکیني ګناهونه به وبخښل شي.