- صحابه کرامو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېلابیل ډول سپارښتنې د خپلو ملګرو د حالاتو په اړه د هغه د پوهې پر بنسټ وې، او دا چې کوم کار د هر یو لپاره مناسب و لکه د پیاوړې انسان لپاره جهاد، د عابد لپاره عبادت او د عالم لپاره علم او داسې نور.
- ابن حجر العسقلاني د دې وینا په اړه ویلي: صوم ثلاثة أيام من كل شهر یعنې په هره میاشت کې درې ورځې روژه نیول، چې مراد ترې ایام البیض دي؛ هغه ورځې چې شپه یې رڼا وي او هغه د هجري میاشتو: دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ورځې دي.
- ابن حجر العسقلانی ویلي:
- له دې څخه دا حکم اخیستل کیږي چې له خوبه مخکي وتر کول مستحب دي د هغه چا لپاره چې له راويښېدو څخه ډاډه نه وي.
- د دې دریو عملونو ارزښت؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خپلو ګڼو ملګرو ته وصیت کړی دی.
- ابن دقیق العید د دې وینا په اړه فرمایلي: (وركعتي الضحى) یعنې او د څاښت دوه رکعتونه، چې کېدی شي لږ عدد یې د دې لپاره ذکر کړی وي چې لږ تر لږه دوه باید وشي، او پدې کې په دې خبره دلیل دی چې د څاښت لمونځ مستحب دی او لږ یې دوه رکعته دی.
- د څاښت د لمانځه وخت: د لمر له راختو څخه نږدې یو پاو وروسته، او وخت یې د ماسپښین د لمانځه څخه تر لس دقیقو مخکې وخت پورې غځیږي، او د رکعتونو شمېر یې: لږتر لږه دوه رکعته دی او په ډېرو کې اختلاف دی، ویل شوي چې اته رکعتونه دي او داسې هم ویل شوي چې ډېر یې حد نه لري.
- د وتر وخت: د ماخوستن له لمانځه څخه د سهار تر ختلو پورې، او لږ یې یو رکعت او ډېر یې یوولس رکعته دي.