مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»
«چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»
«چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي».
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې چا د رمضان میاشتې روژه په الله تعالی د ایمان او روژې د فرضیت له مخې ونیوله - او هغه څه چې الله تعالی د روژه نیوونکو لپاره له ستر ثواب څخه چمتو کړي دي - او موخه یې یوازې د الله رضا وي؛ نه ځان ښودنه او شهرت، نو تېر ګناهونه به یې وبخښل شي.
Hadeeth benefits
د اخلاص فضیلت او په روژې او نورو نیکو اعمالو کې یې اهمیت.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others