رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته
له عائشې أم المؤمنین رضي الله عنها څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د (روژې د میاشتې) په وروستیو لسو شپو کې د نورو شپو په پرتله زیات زیار ویسته.
مسلم روايت کړی دی
تشریح
کله به چې د روژې وروستۍ لسیزه راورسېده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په عبادت او اطاعت کې ډېر زیار ویسته او د ښېګڼې د اعمالو په ډولونو کې به یې د نورو نیکو عملونو په پرتله له حده زیاته مبالغه کوله، دا د دې شپو د عظمت او فضیلت او د لیلة القدر د لاندې کولو پسې د هڅې له امله.