- د روژې فضیلت او دا چې روژه خپل خاوند په دنیا کې د شهوتونو او په اخرت کې د اور له عذاب څخه ساتي.
- د روژې له آدابو څخه يو دا دی چې له فحشا او بې ځايه خبرو ډډه وشي او د خلکو په ضرر صبر وشي او د هغوی د سپکاوي په مقابل کې په صبر او مهربانۍ سره ځواب ورکړل شي.
- که روژه دار یا عبادت کوونکی د خپلو عبادتونو په بشپړېدو او پای ته رسولو خوشحاله شي، دا یې په اخرت کې له اجر څخه څه نه کموي.
- پوره خوښي د الله جل جلاله سره په ملاقات کې ده، هغه مهال؛ کله چې صبر کوونکو او روژه لرونکو ته بې حسابه اجر ورکول کیږي.
- د ضرورت او مصلحت لپاره خلکو ته د خپل عبادت په اړه خبر ورکول ریا نه ده لکه چې فرمایي: (إني صائم) ، زه روژه یم.
- بشپړ روژه لرونکی هغه څوک دی چې (د بدن) غړو یې له ګناهونو، ژبې یې له درواغو، پوچو ویناوو، او داسې درواغ جوړولو چې خلک پرې دوکه کړي، او کېډه یې له خوراک او څښاک څخه روژه وي.
- د روژې پر مهال د شور، جنجال او چغو وهلو پر ممانعت ټینګار، کنه نو له روژه دار پرته لدې کارونو هم خلک منع شوي دي، خو د روژې پر مهال پرې زیات ټینګار شوی دی.
- دا حدیث هغه ډول حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته ویل کیږي؛ دا هغه حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له خوا دي، خو د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو کتابونو سره یې پرې توپیر کیږي، لکه دا چې په تلاوت کولو سره یې عبادت، د را اخستلو لپاره یې طهارت کیږي او خلک پرې ننګول شوي دي.