- په ذات، صفتونو، افعالو او احکامو کې د الله جل جلاله کمال او بشپړتیا.
- الله جل جلاله ته د عمل پر اخلاص او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم په پیروي امر.
- د هغه څه کارول چې عمل ته پرې هڅول کیږي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي: "الله تعالی مومنانو ته پر هغه څه امر کړی چې پېغمبرانو ته یې پرې کړی دی"، نو کله چې مؤمن پوه شي چې په دې کار پېغمبرانو ته امر شوی، نو هغه په دې سره پیاوړی کیږي او اطاعت ته هڅول کیږي.
- حرام خوړل د دعا د قبلېدو له موانعو څخه یو دی.
- د دعا د قبلېدلو له اسبابو څخه پنځه اسباب: یو یې: د سفر اوږدوالی؛ په کوم سره چې په انسان کې عاجزي پیدا کیږي او عاجزي د قبلېدو له سترو لاملونو څخه یو دی، دویم: د اړتیا حالت (اضطرار)، دریم: د آسمان لور ته لاسونه پورته کول، څلورم: پر الله جل جلاله د هغه د ربوبیت په یادولو سره ټینګار کول چې دعا قبوله کړي او دا هم یو له هغو سترو اسبابو څخه یو دی چې د دعا قبلېدل پرې غوښتل کیږي، پنځم: پاکیزه خوراک او څښاک.
- د حلال او پاکیزه خوراک خوړل د نیکو عملونو په کولو کې مرسته کوي.
- قاضي ویلي: پاک د پلیت او ناپاک ضد دی، نو کله چې پرې الله تعالی څوک یاد کړي موخه ترې دا وي چې هغه ذات له هر ډول نیمګړتیاوو او آفتونو څخه پاک دی، او کله چې پرې بنده په مطلق ډول یاد شي نو موخه ترې دا وي چې له ناوړه اخلاقو او عملونو څخه پاک دی او پر ضد یې موصوف دی او کله چې پرې مال یاد شي نو موخه ترې حلال او غوره مال وي.