- کوم مال چې د خلکو په لاس کې دی هغه د الله مال دی، د هغوی په واک کې یې ورکړي دي تر څو یې په روا لارو کې مصرف کړي، او په ناحقه یې له مصرف څخه ډډه وکړي، دا (حکم) د واليانو او نورو خلکو لپاره عام دی.
- په عامه مال کې د شریعت سختي او دا چې چا ته له دې څخه کوم څه وسپارل شول نو د قیامت په ورځ به د هغې د راټولولو او مصرف کولو حساب ورسره کیږي.
- په دې خبرتیا کې هغه کسان شامل دي چې په ناروا توګه په مال کې لاس وهنه کوي، برابره خبره ده که دا مال یې خپل وي یا د بل چا.