مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا، أَوْ وَضَعَ لَهُ، أَظَلَّهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ».
"څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت پ...
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: «مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا، أَوْ وَضَعَ لَهُ، أَظَلَّهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ».
"څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته".
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې څوک قرضدار ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي، نو بدله یې دا ده چې الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي، په هغې ورځ چې لمر به پکې د بندګانو سرونو ته رانږدې شي او تودوخه به یې پرې زیاته شي. نو هېڅوک به سیوری نه مومي مګر هغه څوک چې الله تعالی په سیوري کړی وي.
Hadeeth benefits
د الله تعالی پر بندګانو د اسانتیا راوستلو فضیلت او دا چې دا - کار - د قیامت د ورځې له وحشتونو څخه د خلاصون یوه وسیله ده.
بدله د عمل له جنس څخه وي ( یعنې چا چې څه وکړل، هغه به ويني).
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others