/ رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى». "الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي...

رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى». "الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «رَحِمَ اللهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ، وَإِذَا اشْتَرَى، وَإِذَا اقْتَضَى». "الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي".
بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا لپاره د رحمت غوښتنه کړې ده څوک چې په پلور کې اساني او سخاوت کوي. هغه په پېرودونکي باندې په قیمت کې سختي نه کوي او د هغه سره ښه چلند کوي. اساني کوونکی، عزتمند او سخاوتمند؛ کله چې اخیستل کوي؛ چني نه وهي تر څو د توکي بیه راټیټه کړي. اساني کوونکی، عزتمند او سخي؛ کله چې د خپلو پورونو د ادا کولو غوښتنه کوي؛ په بې وزلو او مسکینانو باندې فشار نه راوړي، بلکې په نرمۍ او مهربانۍ سره ترې غوښتنه کوي، او بې وزله خلکو ته مهلت ورکوي.

Hadeeth benefits

  1. د شريعت له مقاصدو څخه د هغه څه ساتل دي چې د خلکو تر منځ د اړيکو سمون رامنځته کوي.
  2. په اخیستلو خرڅولو او داسې نورو معاملو کې د خلکو تر منځه د لوړو اخلاقو کارولو ته هڅول.