له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».
"څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دواړو ژامو په منځ کې ده ( ژبه ) او د هغه څه چې د دواړو پښو تر منځه دي (عورت) نو زه به ورته د جنت ضمانت ورکړم".
بخاري روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو شیانو په اړه خبر ورکوي، که چېرته پرې مسلمان ټینګ پاتې شي نو جنت ته به داخل شي.
لومړی: له هغو خبرو څخه د ژبې ساتل چې الله تعالی پرې غصه کیږي،
دوهم: له فحاشۍ څخه د شرمګاه ساتنه.
ځکه چې په دې دوو غړو سره زیاته ګناه تر سره کیږي.
Hadeeth benefits
د ژبې او شرمګاه ساتل جنت ته د داخلېدو لامل ګرځي.
ژبه او شرمګاه لدې امله په ځانګړې توګه یاد شول، ځکه چې دا دواړه د انسان لپاره په دنیا او آخرت کې د امتحان لویه سرچینه ده.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others