- د عفت اسبابو ته د اسلام لیوالتیا او له بې حیایۍ څخه یې پر خوندیتوب ټېنګار.
- پر هغه چا د روژې نیولو ټېنګار چې د واده له بار څخه نه شي وتلی، ځکه چې روژه نیول شهوت کمزوری کوي.
- د روژې په نیولو سره د خصي کېدلو د تشبیه لامل دا دی چې څوک خصي شي نو شهوت یې پرې کیږي او روژه هم د کوروالي لپاره شهوت کمزوری کوي.