- په بدکارۍ کې د ښکېل کېدو د مخنیوي په موخه بېګانه ښځو ته له ورتللو او هغوی سره له ګوښه مجلس کولو څخه ممانعت.
- دا د غیر محرم لپاره عمومي دی، لکه د مېړه ورور او خپلوان چې د ښځې محرم نه دي، او دا باید په پام کې ونیول شي چې مراد ترې هغه ورتګ دی چې ګوښه والی په کې کېږي.
- له هغو ځایونو ډډه کول چې پښه پکې خویږي، له دې وېرې چې له شر سره مخ نه شي.
- نووي رحمه الله وايي: د ژبې پوهانو په دې خبره اتفاق کړی چې د (الأحماء) څخه مراد د ښځې د مېړه خپلوان دي لکه د هغه پلار، تره، ورور، وراره، د تره زوی او داسې نور او دا چې (الأًختان) د ښځي خپلوانو ته ویل کیږي او (الأصهار) د ښځي او خاوند دواړو خپلوانو ته ویل کېږی.
- د مېړه خپلوان یې له مرګ سره تشبیه کړل، پدې اړه ابن حجر رحمه الله فرمايي: عرب چې له څه شي کرکه لري نو مرګ یې بولي، د تشبیه لامل یې دا دی چې پدې کې د دین مړینه ده که چېرته ګناه واقع شوه او د ګوښه کېدونکی مرګ دی پکې، ځکه چې ګناه واقع شوه نو رجم کیږي، او همدا رنګه د ښځې لپاره بربادي ده چې خاوند یې د غیرت له امله طلاقوي او له خپل خاوند څخه جلا کېږی.