- په پرهیزګارۍ ټینګار او د دنیا په ظاهري شیانو او ښکلا نه بوختېدل.
- په ښځو له دوکه کېدلو څخه ځان ساتل، دا چې هغوی ته وکتل شي، یا ورسره د بیګانه سړیو اختلاط عادي وګڼل شي او داسې نور.
- د ښځو فتنه په دنیا کې له سترو فتنو څخه ده.
- د تېرو امتونو څخه عبرت اخېستل، هغه څه چې بني اسرائیلو ته پېښ شوي ممکن له نورو سره هم وشي.
- د ښځو فتنه دا ده چې؛ که مېرمن وي نو خاوند به له توان څخه پورته لګښت کولو ته اړباسي، نو د ديني چارو څخه به یې مشغولوي او دې ته به یې اړ باسي چې د دنیا ګټلو پسې ځان برباد کړي، او که چېرته بیګانه وي نو فتنه یې د سړیو دوکه کول او له حق څخه اړول دي کله چې دا ښځې له کوره ووځي او سړیو سره اختلاط وکړي، په ځانګړې توګه کله چې بربنډې او بې پردې وي، او کېدای شي له دې امله په بېلا بېلو درجو سره په زنا اخته شي، نو مؤمن باید الله جل جلاله ته پناه یوسي، تر څو یې د دوی له فتنې څخه وساتي.