- عیدګاه ته د ښځو وتل، او په ځانګړې توګه هغوي ته وعظ کول مستحب دي.
- د خاوند ناشکري او زیات لعنت ویل له کبیره ګناهونو څخه دي؛ ځکه په اور سره ګواښ د کبیره ګناه نښه ده.
- حدیث په دې لالت کوي چې ایمان زیاتېږي او کمېږي، نو د چا عبادت چې زیات شو ایمان او دین یې زیاتېږي، او د چا عبادت چې لږ شو دین یې نېمګړی کېږي.
- نووي فرمایلي: عقل زیاتېدل او کمېدل مني، همدا رنګه ایمان هم دی، پدې حدیث کې د ښځو له نېمګړتیا څخه موخه دا نده چې په دې سره هغوی ملامتې وګڼل شي؛ ځکه چې دا د هغوی اصل خلقت دی، خو دېته پام را اړول پدې موخه دي چې خلک پرې دوکه نه شي، لدې امله په عذاب سره ګواښ د دوی د ناشکرۍ او لعنت ویلو له امله شوی، نه د خلقتي نېمګړتیا له امله، د دین نقصان یوازې په هغه څه پورې محدود نه دی چې د ګناه لامل ګرځي، بلکې له دې څخه ډېر عام دی.
- حدیث پدې دلیل دی چې کله څوک پر یو څه پوه نه شي نو زده کوونکی او هغه چې پیرو وي باید د پوهېدو لپاره (ښوونکي ته) بېرته مراجعه وکړي.
- په دې کې په دې دلیل دی چې د یوې ښځې شاهدي د نارینه وو نیمایي ده، ځکه چې کنترول یې لږ دی.
- ابن حجر د دې وینا په اړه وایي: "ما رأيت من ناقصات... إلخ": ماته داسې ښکاري چې دا یو لامل دی چې ولې دوی د دوزخ ډېری اوسیدونکي دي؛ ځکه چې کله دوی د یو هوښیار سړي د عقل د زوال لامل وګرځي او بیا داسې یو څه وکړي یا ووایي چې نه ښایي، نو پدې سره یې په ګناه کې شریکې دي او نوره اضافي ګناه یې هم کېږي.
- د حیض پر مهال د ښځې لپاره لمونځ او روژه حرام دي، همدارنګه د (نفاس) د زېږون د وینې پر مهال، چې بیا کله پاکه شي نو یوازې قضایي روژې به نیسي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره اخلاق چې د ښځو پوښتنې یې له تاوتریخوالي او ملامتۍ پرته ځواب کړې.
- ابن حجر وايي: صدقه د عذاب مخه نیسي او کله د مخلوقاتو د ګناهونو کفاره هم ګرځي.
- نووي فرمايي: په ښځو کې د دین نقصان د حيض پرمهال د لمانځه او روژې د پرېښودو له امله وي؛ او یقینا چې د چا چې عبادت زيات شي د هغه ايمان او دين هم زياتېږي او د چا چې عبادت کم شي د هغه په دين کې هم کموالى راځي، بیا کېدی شي د دین نقصان داسې وي چې له امله یې انسان ګناهکار شي لکه څوک چې لمونځ، روژه او داسې نور واجب عبادتونه له عذر پرته پرېږدي، او کېدی شي نقصان داسې وي چې انسان پرې نه ګناهکارېږي لکه څوک چې جمعې لمونځ، جګړه (جهاد) او داسې کارونه چې پرې فرض نه وي پرېږدي، او کېدی شي داسې وي چې هغه پرې مکلف وي لکه د حائضې مېرمنې لپاره د لمونځ او روژې پرېښودل.