- د ښځې لپاره له محرم پرته سفر کول روا نه دي.
- ښځه په سفر کي دښځي لپاره محرم نه ده؛ ځکه هغه فرمایلي: "میړه یا محرم یې".
- هر هغه څه ته چې سفر ویل کیږي د ښځې لپاره له خاوند او محرم پرته حرام دی. او دا حدیث د پوښتونکي حالت ته او ځای ته په لیدو بیان شوی و.
- د ښځې محرم د هغې میړه یا هغه څوک دی چې له هغه سره د دایمي اړیکې له امله واده کول حرام وي، لکه: پلار، زوی، تره، ماما، یا د رضاعت له امله لکه: رضاعي پلار، رضاعي تره، یا د خسر کېدو له امله لکه: د خاوند پلار. او بايد چې (محرم) مسلمان، بالغ، عاقل د باور وړ او امانتدار وي، ځکه له محرم څخه مقصد د ښځې ملاتړ، ساتنه او د چارو سمبالول دي.
- د ښځې ملاتړ او ساتنې ته د اسلامي شریعت پاملرنه.
- د سهار او مازدیګر له لمونځونو وروسته مطلق نفلي لمونځ صحيح نه دی، لدې د فرضي لمونځونو راګرځول او سببي لمونځونه مستثنا دي لکه: تحیة المسجد او داسې نور.
- د لمر له راختلو سمدستي وروسته لمونځ کول حرام دي، بلکې بايد د نېزې په اندازه لمر راپورته شي چې نږدې له لسو دقيقو څخه تر یو پاو پورې کیږي.
- د مازدیګر وخت تر لمر پرېوتو پورې غځیږي.
- (د دې حدیث له مخې) درېو جوماتونو ته تګ روا دی.
- د دریو جوماتونو فضیلت او په نورو یې غوره والی.
- د قبرونو د زيارت په موخه سفر کول روا نه دي که څه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم قبر وي، البته د هغه چا لپاره یې زيارت کول روا دي چې په مدينه کې وي او يا دا چې د کوم شرعي او یا روا غرض لپاره ورغلی وي.