- د انساني فطرت په نظر کې نیولو سره د دریو او یا له درېو ورځو څخه د لږ وخت لپاره د پرېکون روا والی، نو درې ورځې پرېکون معاف دی، تر څو رامنځته شوې پدیده له منځه لاړه شي.
- د سلام فضیلت، او دا چې سلام هغه څه (کینه او حسد) چې په نفس کې دي له منځه وړي، او دا د مینې نخښه ده.
- اسلام د خپلو پيروانو تر منځه په ورورګلوۍ او نږدېوالي ټینګار کوي.