- ریښتینولي هغه سپېڅلی صفت دی چې د هڅو او کوښښ پر مټ تر لاسه کېږي، ځکه یو سړی تر هغه پورې رښتیا وایي او د رښتیاوو پسې ګرځي، تر څو یې چې خوی او خصلت وګرځي او د الله جل جلاله پر وړاندې د ریښتینو او صالحانو په توګه ثبت شي.
- درواغ ویل داسې یو بد صفت دی چې درواغجن یې د زیاتو تمرینولو له لارې تر لاسه کوي او په وینا او عمل کې ورپسې ګرځي، تر دې چې په خوی او خصلت یې واوړي او بیا د الله تعالی پر وړاندې له درواغجنو څخه ولیکل شي.
- ریښتینولي په ژبه رښتیا ویلو ته وايي، چې د دروغو ضد عمل دی، او په نیت کې ریښتینولي چې اخلاص، په اراده کې د یوې ښېګڼې نیت او په کړنو کې ریښتینولۍ ته ویل کیږي او تر ټولو ټېټه اندازه یې دا ده چې د انسان پټ او ښکاره دواړه سره برابر شي، همدارنګه په مقامونو کې ریښتینولي لکه: په وېره او هیله مندۍ کې او داسې نور، نو څوک چې دا ټولې ځانګړتیاوې ولري هغه ریښتونی دی او که ځینې پکې وي نو ريښتیا ویونکی دی.