- د اسلام دین د رحم دین دی، او هغه ټول د الله تعالی په اطاعت او مخلوقاتو سره په نیکۍ کولو ولاړ دی.
- الله تعالی په رحمت سره یاد شوی دی، او هغه پاک ذات رحمان او رحیم دی، بندګانو ته د خپل رحمت رسوونکی دی.
- بدله د عمل له جنس څخه وي، نو رحم کوونکو باندې الله رحم کوي.