- صحابه کرامو د هغو خویونو پېژندلو ته ډیره لېوالتیا درلوده چې په دنیا او اخرت کې ګټور دي.
- سلام اچول او ډوډۍ ورکول په اسلام کې له غوره عملونو څخه دي؛ ځکه فضیلت لري او خلک ورته په هر وخت کې اړتیا لري.
- پدې دوو خویونو سره، احسان په قول او عمل کې یوځای کیږي، او دا ترټولو بشپړ احسان دی.
- دا خویونه د مسلمانانو تر منځه خپلمنځي خویونه دي، او ځینې نور خویونه شته چې د بنده د خپل رب سره د چلن په اړه دي.
- په سلام سره پېل کول په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځه دي، لدې امله کافر ته په سلام پېل نه کیږي.