- د اسلامي شريعت آسانتيا او زغم او د افراط او تفریط تر منځ يې منځمهالي.
- بنده باید د خپلې وسې سره سم اوامر پر ځای کړي، پرته له ې پروایۍ او یا سختۍ څخه.
- بنده باید د عبادت لپاره غوره وختونه وټاکي چې دی پکې ښه انرژي ولري، او دا درې وختونه د نورو په پرتله غوره دي چې بدن پکې عبادت کولو ته ښه چمتو وي.
- ابن حجر عسقلاني رحمه الله فرمايلي: لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې یو ټاکلي ځای ته سفر کوونکي ته خطاب کوي چې دا درې وختونه د مسافر لپاره تر ټولو فعال وختونه دي، نو د هغه پاملرنه یې داسې وختونو ته راواړوله چې دی پکې ښه فعال وي؛ او ځکه چې مسافر کله ټوله شپه او ورځ سفر وکړي نو بې وسه کیږي او له حرکت نه لوېږي، خو که دا فعال وختونه یې د سفر لپاره وټاکل، له سختۍ پرته به د دوامداره سفر کولو وړتیا به ومومي.
- ابن حجر وايي: په دې حديث کې د شرعي رخصت کارونې ته اشاره ده، ځکه د رخصت پر مهال له رخصت څخه ګټه نه اخېستل یو ډول افراط دی، لکه څوک چې د اوبو د نه شتون پر مهال تیمم کول پرېږدي او د اوبو کارول یې په ضرر تمام شي.
- ابن المنير وايي: پدې حديث کې د نبوت له نښو څخه یوه نښه ده، ځکه موږ او زموږ څخه وړاندې خلکو ليدلي چې چا په دين كې افراط كړی، وروسته یې عمل پریښی دی، خو د دې مطلب دا نه دی چې د بشپړ عمل کولو لپاره هڅه پرېښودل شي، ځکه دا ستایل شوی کار دی چې عمل په بشپړه توګه ادا شي، بلکې له هغه افراط څخه منع راغلې ده چې سړی ستړی کوي، یا دا چې په نفلي عملونو کې دومره مبالغه وشي چې له امله یې غوره عمل پاتې شي، یا د فرضو وخت ترې تېر شي، د بېلګې په توګه لکه یو سړی چې ټوله شپه تهجد وکړي او بیا په جماعت سره د سهار لمونځ ترې لاړ شي، یا دا چې لمر پرې راوخیژي، نو د فرضو وخت ترې لاړ شي.