- د ګاونډي د حق عظمت او د مراعتولو وجوب.
- د ګاونډي په حق کې پر وصیت ټینګار؛ هغه ته د درناوي، ورسره محبت ساتلو او نیکۍ کولو غوښتنه کوي، او ( تر څنګ یې) له هغه څخه د ضرر دفع کولو، د ناروغتیا پر مهال پوښتنې کولو، د خوښۍ پر مهال مبارکۍ ویلو او د غم پر مهال تعزیت ویلو غوښتنه کوي.
- څومره چې د ګاونډي دروازه نږدې وي، هغومره یې حق زیات دی.
- د شريعت بشپړتیا؛ چې هر هغه څه ته شامل دی چې د ټولنې اصلاح، له ګاونډيانو سره نیکي کول او ورڅخه ضرر لرې کولو ته شامل دي.