- پر زده کړه د صحابه کرامو رضی الله عنهم ټینګار، له همدې امله يې له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ډېرې پوښتنې کولې.
- د صحابه کرامو رضي الله عنهم پوهه، پر دې چې عمل کول جنت ته د داخلېدو لامل دی.
- کومه پوښتنه چې معاذ رضي الله عنه کړې وه، لویه پوښتنه وه، ځکه په حقیقت کې همدا د ژوند او وجود راز دی، ځکه په دې نړۍ کې هر موجود که بنی آدم دی او که پیریان؛ مقصد یې یا د جنت لور ته دی او یا د دوزخ، لدې امله دا پوښتنه یوه لویه پوښتنه وه.
- جنت ته داخلېدل د اسلام د پنځو ارکانو په پوره کولو ولاړ دي، چې هغه عبارت دي له: دوه ګواهیو (د شهادت له دوو کلمو )، لمونځ، زکات، روژې او حج څخه.
- د دين بنسټ، تر ټولو ارزښتناکه چاره او ستر واجب یوازې د یو الله عبادت دی چې شریک نه لري او هغه ذات په یووالي سره منل.
- پر خپلو بندګانو د الله تعالی رحمت چې د دوی لپاره یې د نیکۍ دروازې پرانیستي ترڅو د ثواب او د ګناهونو د بخښنې اسبابو ته لاسرسی ولري.
- د فرض لمونځونو له ادا کولو وروسته پر نفلي لمونځونو د تقرب فضیلت.
- په اسلام کې لمونځ د هغه ستنې په څېر دی چې خیمه پرې ولاړه وي چې په لوېدو سره یې اسلام لوېږي، لکه څنګه چې د ستنې په لوېدو سره خیمه لوېږي.
- د ژبې ساتنه له هغه څه څخه چې اړینه ده چې انسان ته په دین کې ضرر رسوي.
- دژبې ساتل، په خپل اختیار کې ساتل او نیول د ټولو نېکیو اساس دی.