/ أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ». "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ...

أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ». "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ». "بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".
مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

Hadeeth benefits

  1. اطاعت بنده الله ته ډېر نږدې کوي.
  2. په سجده کې د ډېرو دعاګانو مستحب والی؛ ځکه چې (سجده) د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه یو دی.