- د دې دعاګانو ویل په سجده کې مستحب دي.
- میرک فرمایلي: د نسائي په یو روایت کې راغلي چې: دا دعا به یې هغه مهال ویله چې کله به د لمانځه نه وزګار شو او خوب ځای ته به ولاړ.
- د الله تعالی په صفتونو یې ستاینه کول او د هغه په نومونو دعا غوښتل مستحب دي؛ البته هغه نومونه چې په قرآن او سنت سره ثابت دي.
- پدې کې په رکوع او سجده کې د خالق عظمت بیان شوی دی.
- د الله تعالی په صفتونو پناه غوښتل جایز دي، لکه څنګه یې چې په ذات سره پناه غوښتل جایز دي.
- خطابي رحمه الله فرمایلي چې: پدې وینا کې لطیفه معنا پرته ده، هغه دا چې په الله یې پناه وغوښته چې په خپل رضایت یې له خپل عذابه وژغوري، او په بخښنې سره یې له سزا وژغوري، او رضایت او قهر یو د بل ضد کلمې دي، همدا رنګه بخښل او په سزا نیول یو د بل ضد دي، نو کله یې چې د داسې څه یادونه وکړه چې ضد نه لري؛ او هغه د الله تعالی ذات دی نو له هغه یې پرې پناه وغوښته نه پر بل چا، د دې معنا دا ده چې: له نیمګړتیا څخه بخښنه غوښتل چې واجب یې نه دی ادا کړی؛ د هغه د عبادت حق دی، او پر هغه ثنا ویل. او دا وینا یې چې وایي: زه پر تا ستاینې نه شمېرم، یعنې نه دا کار کولی نشم او نه مې له وسې پوره دی.