- د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پيروۍ له مخې دا دعا ویل سبا او بېګا مستحب دي.
- بنده په ټولو حالتونو او وختونو کې الله تعالی ته محتاج دی.
- سهار مهال د ورځې په پېل کې د اذکارو لپاره غوره دا ده چې د سهار له راختو څخه تر لمر راختو پورې وویل شي، او له مازدیګر نه وروسته د لمر ډوبېدو نه مخکې وخته پورې، که چېرته یې له دې نه وروسته وویل: یعنې سهار مهال یې د څاښت له راختو وروسته وویل- هم صحیح ده، او که د ماسپښین نه وروسته یې وویل هم صحیح ده، او که له ماښام نه وروسته یې وویل هم باک نه لري، ځکه دا ټول وختونه د ذکر لپاره مناسب دي.
- دا چې سهار مهال "وإليك النُّشور" ولې ویل کیږي؟ نو دا د دې لپاره چې لوی پاڅون وریاد کړي، هغه چې ټول خلک به د قیامت په ورځ له مرګ نه وروسته بېرته راپورته کېږي، نو دا له سره راپورته دي، او نوي ورځ ده چې ارواګانې پکې بېرته جسدونو ته ورګرځي، او خلک به په دغه ورځ خپرېږي، او دا نوی سهار به خپلې وږمې خپرې کړي تر څو د آدم په اولادې ګواهي ورکړي، او وختونه یې زمونږ د عملونو لپاره ذخیرې وګرځي.
- بېګا مهال د دې وینا مناسبت چې فرمایي "وإليك المصير" او ستا لور ته درګرځېدل دي، چې کله خلک له خپلو کارونو، ګټو او مصلحتونو څخه راوګرځي نو بېرته خپلو کورونو ته ورګرځي او له خپرېدو وروسته د استراحت په موخه دمه کېږي، نو الله تعالی ته په ورګرځېدو سره یې د ورګرځېدو په الفاظو سره یادونه وکړه.