له سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أَحَبُّ الْكَلَامِ إِلَى اللهِ أَرْبَعٌ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، لَا يَضُرُّكَ بِأَيِّهِنَّ بَدَأْتَ».
"الله - جل جلاله - ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، دا مهمه نده چې تاسو په کومه یوه پیل کوئ".
مسلم روايت کړی دی
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله جل جلاله ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي:
سبحان الله: دا له هر نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالی دی.
او الحمد لله: دا په بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي؛ د هغه له محبت او لویۍ سره.
او لا إله إلا الله: یعنې دا چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته.
او الله أكبر: یعنې تر ټولو لوی او تر هر شي عزتمن ذات دی.
او دا چې فضیلت او د ثواب ترلاسه کول یې په ترتیب سره تلفظ ته اړتیا نه لري.
Hadeeth benefits
د شریعت اسانتیا، یعنې دا چې هېڅ زیان نه رسوي چې لدې کلمو څخه دې په کومه یوه پیل وکړ.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others