- ناپوهه او غافل انسان ته لارښوونه او په ځانګړې توګه کله چې د ناروا عمل له امله عبادت فاسدیږي نو په نیکۍ امر کولو کې بیړه کول په کار دي.
- د اودس ټولو غړو ته د اوبو رسول واجب دي او دا چې چا د غړي یوه برخه - که لږه هم وي - پرېښوده، نو اودس یې نه صحیح کیږي، او که زیات وخت پرې تېر شوی و نو بیا کول یې پرې لازم دي.
- په سمه توګه د اودس کولو مشروعیت، داسې چې د شرعي احکامو سره سم بشپړ شي.
- دواړه پښې د اودس له غړو څخه دي او مسح کول یې بسنه نه کوي، بلکې بايد ومينځل شي.
- د اودس غړي باید سمدلاسه یو بل پسې ومینځل شي، داسې چې د مخکني غړي له وچېدو مخکې ورپسې نور غړي ومینځي.
- ناپوهي او هېرېدل فرض نه ساقطوي، بلکې ګناه ساقطوي، ځکه دغه کس چې د خپلې ناپوهۍ له امله يې په سمه توګه اودس ونه کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې واجب ساقط نه کړ چې هغه اودس دی، بلکه امر یې ورته وکړ چې بیا یې وکړي.