- د بحر مرداره حلاله ده، او له مردارې څخه موخه: هغه حیوانات دي چې له بحر پرته ژوند نه شي کولای.
- پوښتونکي ته له هغه څخه زیات ځواب ورکول چې پوښتنه یې کړي وي، تر څو پرې بشپړه فایده مرتبه شي.
- کله چې د اوبو خوند، رنګ او بوی په یو پاکیزه شي سره بدل شي، نو تر هغه پورې پاک دی چې د اوبو حقیقت بدل شوی نه وي، اګر که تروشوالی، حرارت او یا یخوالي یې ډېر زیات هم شي.
- د بحر په اوبو سره لویه او وړه بې اودسي دواړه له منځه ځي او په پاک شي لوېدلي ناپاکي هم پاکوي لکه پر: بدن، کالیو او داسې نورو.