- د دین بنسټ په الله جل جلاله، د هغه په ربوبیت، الوهیت، نومونو او صفتونو ایمان درلودل دي.
- له ايمان راوړلو وروسته د استقامت اهميت، عبادت ته ادامه ورکول او په هغه باندې ثابت قدمه پاتې کېدل.
- ایمان د عمل د قبلېدو لپاره شرط دی.
- په الله جل جلاله ایمان؛ په هغه اصولو او عقایدو باور ساتل دي چې ایمان راوړل پرې واجب دي او هغه څه چې د زړونو له عملونو څخه یې پیروي کوي، او الله جل جلاله ته غاړه ایښودل، په ظاهر او باطن کې هغه ته تسلمېدل دي.
- استقامت؛ د واجباتو په تر سره کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره په مستقیمې لارې له دوامداره تللو څخه عبارت دی.