- اوبه هغه مهال ناپاکه ګرځي چې د ناپاکۍ له امله یې له دریو ځانګړنو څخه یوه بدله شي چې هغه: رنګ، خوند او یا بوی دی، حدیث کې دا مقدار لدې امله یاد شوی چې غالبا (خلک همدومره اوبه ذخیره کوي) او مطلب ترې د اوبو همدا اندازه نه ده.
- د علماوو په دې اجماع ده چې که اوبه د نجاست له امله ناپاکې شي هغه بالکل نجسې دي، برابره خبره ده که هغه اوبه لږې وي او یا ډېرې.