- هر هغه څوک چې له خوبه راپاڅېږي باید د پوزې په سوڼ کولو سره د شيطان اثرات له پوزې لرې کړي، او که چېرته یې اودس کاوه نو بیا خو د پوزې په سوڼ کولو زیات ټینګار شوی دی.
- د پوزې د سوڼ کولو ګټه دا ده چې پوزې ته اوبه اچول او بېرته سوڼ کولو سره د پوزې دننه برخه پاکېږي او له اوبو سره ټوله ناپاکي راوځي.
- د شپې د خوب یادونه د (یبیت) د لفظ له امله شوې ده، ځکه چې بیتوته د شپې په خوب کې کېږي، او په همدې خوب کې انسان ډوب او غرق ویده کېږي.
- حدیث په دې دلیل دی چې شیطان د انسان سره اختلاط کوي، په داسې حال کې چې هغه پرې نه پوهېږي.