- د اودس پر مهال د پښو وينځل واجب دي، ځکه که مسح کول روا وای، نو د پښو په مینځلو کې غفلت کوونکی به یې په اور سره نه و ګواښلی.
- هغه غړي چې وینځل کیږي د ټول غړي بشپړ وینځل واجب دي، او دا چې څوک قصدا او یا د بې پروایۍ له امله د داسې یو غړي د یوې برخې وینځل پرېږدي چې وینځل یې واجب وي، نو لمونځ یې نه صحیح کیږي.
- ناپوهانو ته د ښوونې او لارښوونې اهمیت.
- کله چې یو عالم د فرضو او یا سنتو په ادا کولو کې غفلت ویني نو غفلت کوونکی په مناسبو اسلوبو سره منع کوي.
- محمد بن اسحاق الدهلوي رحمه الله فرمايلي: (بشپړ وینځل) په درې ډوله دي: فرض؛ چې هغه په بشپړه توګه یو ځل د غړي وینځل دي، او سنت چې هغه درې ځلي د یو غړي وینځل دي، او مستحب چې د درې ځلې وینځلو سربېره له ټاکلي حد څخه د غړي اضافه برخه وینځل دي.