- د اودس او غسل پر مهال د اوبو په لګښت کې ګذران کول او له اسراف څخه ډډه کول، که څه هم اوبه پرېمانه وي.
- د اودس او غسل پر مهال د اړتیا په اندازه د لږو اوبو لګول مستحب دي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.
- موخه دا ده چې اودس او غسل په بشپړه توګه وشي، سربېره پر دې چې سنتونه او آداب باید مراعت شي پرته لدې چې اسراف وشي، وخت به مراعتوي او د اوبو زیاتوالی او لږوالی او داسې نور به پام کې نیسي.
- د جنابت اطلاق په هر هغه چا کیږي چې مني ترې لاړ شي او یا جماع وکړي او جنابت ورته ځکه ویل کیږي چې جُنب انسان د لمانځه او عبادت څخه تر هغه پورې ډډه کوي چې پاک شي.
- پیمانه (صاع) د تول پېژندل شوې آله ده، او موخه ورڅخه نبوي پېمانه ده چې وزن یې (480) مثقاله ښې وربشې کیږي او په لیتر (۳ لیتره) کیږي.
- مد: د اندازه کولو شرعي واحد دی چې د معتدل شخص د ډکو لاسونو اندازه ده چې کله یې ډک کړي او لاسونه ورسره اوږده کړي او مد: د فقهاوو په اتفاق څلور صاعه کیږي او اندازه یې (۷۵۰) ملی لیتره ده.