- په "لا إله إلا الله" تلفظ او په هر هغه څه کافرېدل چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي په اسلام کې د داخلېدو شرط دی.
- د (لا إله إلا الله) معنا داده: په هر هغه څه کافرېدل دي چې الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي لکه: بتان، قبرونه او داسې نور، او په عبادت سره د الله جل جلاله یوازې ګڼل دي.
- چا چې قبول کړ، او په ښکاره یې د توحید قوانین پر ځان عملي کړل، نو باید چې لاس ترې واخیستل شي تر څو ترې د دې خلاف څه څرګند شي.
- له حق پرته د مسلمان د مال، وینې او عزت حرمت ساتل.
- په دنیا کې په ظاهر او په اخرت کې په نیتونو او مقصدونو حکم کیږي.