- د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجزي چې معاذ یې د ځان پسې په سپرلۍ کینولی و.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښوونې میتود، چې پرلپسې یې ورغږ کړ تر څو د معاذ پام هغه څه ته زیات راواړوي چې وروسته یې ورته وایي.
- پدې ګواهي ورکول چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی شرطونه لري؛ یو یې دا دی چې ویونکی به یې ریښتینی او باوري وي، دروغ به نه وایي او شک به هم پکې نه کوي.
- موحدین د تل لپاره په اور کې نه پاتې کیږي، او که چېرته د ګناهونو له امله اور ته ننوځي، له پاکېدو وروسته ترې بېرته راوځي.
- د دوو ګواهیانو فضیلت چې څوک یې په رښتیا سره ووایي.
- کله چې له یوې خبرې څخه فساد جوړیږي نو په ځینو حالاتو کې یې پرېښودل جایز دي.