څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي
د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره وكړه او ما بله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللهِ نِدًّا دَخَلَ النَّارَ» وَقُلْتُ أَنَا: مَنْ مَاتَ وَهُوَ لَا يَدْعُو لِلهِ نِدًّا دَخَلَ الْجَنَّةَ. « څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي» او ما وویل: څوک چې مړ شو پداسې حال کې چې د الله جل جلاله سره بل شریک نه رابلي، جنت ته به داخل شي.
متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
تشریح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې چا له الله جل جلاله پرته د بل چا لپاره یو عمل تر سره کړ، پداسې حال کې چې باید الله جل جلاله ته یې تر سره کړي، لکه له الله پرته د بل چا رابلل، او یا له هغه پرته پر بل چا مرسته غوښتل او بیا پر همدې عمل مړ شي نو دی به له دوزخیانو څخه وي. او ابن مسعود رضي الله عنه زیاتوي چې څوک مړ شو، پداسې حال کې چې له الله جل جلاله سره یې شریک نه و رابللی، نو ورتګ یې جنت ته دی.
Hadeeth benefits
دعا عبادت دی او له الله پرته بل چاته نه کیږي.
د توحید فضیلت، او دا چې څوک پرې مړ شو نو جنت ته به داخل شي، که څه هم په ځینو ګناهونو یې عذاب ورکړل شوی وي.
د شرک خطر، او دا چې څوک پرې مړ شو دوزخ ته به داخل شي.
Share
Use the QR code to easily share the message of Islam with others