- ایمان مرتبې لري چې ځینې یې له ځینو نورو څخه غوره دي.
- ایمان له: وینا، عمل او باور څخه عبارت دی.
- د الله تعالی څخه حیا کول غوښتنه کوي چې: الله تعالی دې په هغه ځای کې ونه ویني چې له کوم ځای څخه یې منع کړی یې او په هغه ځای کې غیر حاضر نه شې چېرته یې چې درته (د حاضرېدو) امر کړی دی.
- د عدد ذکر کول په شمېر پورې محدودول ندي، بلکې دا د ایماني عملونو په زیاتوالي دلالت کوي، ځکه چې ځینې وختونه عرب د یو شی لپاره عدد ذکر کوي خو موخه یې له هغه پرته د نورو شیانو نفي کول نه وي.