- د (شهادة أن لا إله إلا الله) معنا په عبادت سره د الله تعالی یووالی او له هغه پرته د نورو د عبادت پرېښودل دي.
- او د ( شهادة أن محمدًا رسول الله ) معنا په محمد رسول الله او په هغه څه ایمان راوړل دي چې هغه ورسره راغلی دی، او هغه ریښتونی ګڼل، او دا چې هغه بشریت ته د الله تعالی وروستی پيغمبر دی.
- د عالم مخاطب کول او هغه کسان چې شبهه ولري د جاهل انسان د مخاطب کولو په څېر ندي، لدې امله یې معاذ تنبیه کړ او ورته یې وویل چې: ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې".
- مسلمان باید په خپل دین کې بصیرت ولري؛ تر څو د شک اچوونکو له شبهو څخه وژغورل شي، او دا کار د علم په زده کړې سره کیږي.
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت څخه وروسته د یهودو او عیسویانو د دین بطلان او دا چې دوی به د قیامت په ورځ د نجات موندونکو له ډلې څخه نه وي، تر دې چې په اسلام کې داخل شي او په رسول الله صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي.