- د الله تعالی د حق بیان دی چې په خپلو بندګانو یې لازم ګرځولی دی، چې د هغه عبادت وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي.
- د بنده ګانو د حق بیان چې الله تعالی د فضل او نعمت له مخې د خپلو بندګانو لپاره پر ځان لازم ګرځولی دا دی چې دوی جنت ته داخل کړي او عذاب ورنه کړي.
- پدې کې د هغو موحدینو لپاره لوی زیری دی چې د الله تعالی سره هیڅ شی نه شریکوي؛ چې پایله یې جنت ته داخلېدل دي.
- معاذ - دا حدیث - خلکو ته له مرګ نه مخکې بیان کړ؛ لدې وېرې چې د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
- په ځینو خلکو کې د ځینو حدیثونو د نه خپرولو په اړه خبرداری چې په معنا یې نه پوهیږي، په ځانګړي توګه هغه حدیثونه چې عملي بڼه و نه لري او یا د شریعت حد پکې نه وي.
- د موحدینو ګناهکاران د الله تعالی تر ارادې لاندې دي، که وغواړي، سزا به ورکړي او که وغواړي بخښنه به ورته وکړي، بیا به د دوی برخلیک به د جنت لوري ته وي.