- له شرعي جواز پرته پر خلکو د کفر او بد اخلاقۍ تور لګول حرام دي.
- د خلکو په اړه په قضاوت کولو کې ډاډمنتیا واجب ده.
- ابن دقیق العید ویلي: پدې کې هغه چاته ستر ګواښ دی چې په یو مسلمان د کفر تور پورې کوي پداسې حال کې چې هسې نه وي او دا یوه لویه فاجعه ده.
- ابن حجر العسقلاني ویلي: له دې وینا څخه دا نه لازمېږي چې پدې سره هغه فاسق او یا کافر نه ګرځي کله چې هغه ته ووایي: ته فاسق یې، بلکې په دې کې تفصیل دی: که چېرته یې نیت دا وي چې هغه او یا بل چاته نصیحت وکړي، او یا دا چې حال یې نورو ته بیان کړي نو بیا دا وینا جایز ده، خو که چېرته یې نیت هغه ته پېغور ورکول، هغه مشهورول او یوازې هغه ځورول و نو بیا جایز نه ده، ځکه ده ته امر شوی چې پرده پرې واچوي، ورزده یې کړي او نېکه لار ورته وښایي، نو څومره چې دا کار په نرمۍ سره کېږي ورته روا نه دي چې په زور او سختۍ سره یې وکړي؛ ځکه کېدی شي دا کار مقابل لوری په غیرت کې راولي او خپلو کړنو ته دوام ورکړي، لکه څنګه چې ډېری خلک همداسې خود مزاجه دي، په ځانګړې توګه کله چې نصیحت کوونکی له هغه چانه په رتبه کې ټیټ وي چې نصیحت ورته کوي.