- په عمل کې الله تعالی ته د اخلاص کولو وجوب، او له ریا څخه ځان ساتل.
- په خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیاته مهرباني، او د هغوی په هدایت او نصیحت یې ټینګار.
- كله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وېره په صحابه کرامو دومره وه حال دا چې هغوي یې مخاطب وو او هغوي د نیکانو سرداران وو، نو څوک چې له هغوي وروسته راځي په هغوي یې وېره لا زیاته ده.