- دا حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته وییل کیږی، دا هغه حدیثونه دي چې الفاظ او معنا یې د الله لخوا ده، پرته لدې چې د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه په تلاوت سره یې عبادت کېدل، د راخیستلو لپاره یې طهارت کول، پدې سره ننګول او دا چې دا یو عاجزوونکی کتاب دی او داسې نور.
- د الله جل جلاله اولیاوو ته د ضرر رسولو ممانعت، هغوی سره محبت کولو ته هڅول او د هغوی په فضیلت اعتراف کول.
- د الله جل جلاله له دښمنانو سره په دښمنۍ کولو امر او د هغوی سره د محبت کولو حراموالی.
- څوک چې د الله جل جلاله د دوستۍ دعوه لري پداسې حال کې چې د شریعت پیروي یې نه کوي، نو په خپله دعوه کې دروغجن دی.
- د الله جل جلاله دوستي د واجباتو په کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره تر لاسه کیږي.
- له بنده سره د الله جل جلاله د محبت او د هغه د دعا قبلولو له لاملونو څخه یو د فرضو له ادا كولو وروسته د نفلي عبادتونو ترسره كول او د حرامو پرېښودل دي.
- د اولیاوو عزت او د هغوی لوړه مرتبه.