- پر عاجزۍ ټینګار او پر خلکو له تکبر څخه ممانعت.
- پر مصیبت صبر کول او بې صبري نه کول واجب دي.
- دا عملونه له کوچني کفر څخه دي، او په چا کې چې د کفر یوه برخه پېدا شوه نو هغه په لوی کفر سره نه کافر کېږي؛ هغه چې انسان پرې د اسلام له دایرې څخه وځي، بلکه هغه مهال ( له اسلام څخه وځي ) چې لوی کفر ترې صادر شي.
- اسلام هر هغه عمل منع کړی دی چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف پيدا کوي لکه د نسبونو او داسې نورو پسې بد رد ویل.