- پر سنت د منګولو لګولو او ترې پیروي کولو اهمیت.
- وعظ کولو او زړونو نرملو ته پاملرنه.
- له هغه وروسته د څلور واړه راشدینو او هدایت موندونکو خلفاوو په پیروۍ سره امر کول دي چې هغوی؛ أبوبکر، عمر، عثمان او علی رضي الله عنهم دي.
- په دین کې د هر نوښت ممانعت، او دا چې (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.
- له معصیت پرته، له هغه چا نه اورېدل او پیروي کول چې د مومنانو چارې یې په لاس کې وي.
- په هر وخت او حالاتو کې له الله جل جلاله څخه د وېرې ارزښت.
- اختلاف پدې امت کې شته، او کله چې راپيدا شي نو هغه مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو خلفاوو سنتو ته رجوع کول ضروري دي.