- دا اخطار ستر زعیم -مشر- او د هغه مرستیالانو ته ځانګړی نه دی، بلکې دا د ټولو هغو کسانو لپاره عام دی چې الله ورته د رعیت سرپرستي ورترغاړې کړي وي.
- هر هغه څوک چې د مسلمانانو د چارو مسوول وي، پرې لازم دي چې هغوی ته نصيحت وکړي او د امانت په ادا کولو کې زیار وباسي او له خیانت کولو څخه ځان وساتي.
- د هر هغه چا د مسوولیت لوی والی چې عامه او یا خاصه رعیت ورترغاړې وي، دا (مسوولیت) لوی وي او که کوچنی.