- د دې وینا حراموالی چې ووایي: "هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې کیږي" او دې ته ورته نورو ویناوو چې په الله جل جلاله پکې په واو سره عطف شوی وي؛ ځکه چې دا په الفاظو او خبرو کې د شرک یوه بڼه ده.
- د دې وینا روا والی چې ووایي: "هغه کیږي چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې" او دې ته ورته ویناوو چې په الله تعالی پکې په (بیا) کلمې سره عطف شوی وي، ځکه دلته هغه څه نه انګېرل کیږي چې منع ترې راغلې ده.
- الله جل جلاله ته د خوښې (مشیئت) ثبوت، همدا رنګه بنده ته یې ثبوت او دا چې د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع ده.
- د الله تعالی سره په خوښه (مشېئت) کې د مخلوقاتو د شریکولو حراموالی که څه هم په الفاظو کې وي.
- که چېرته ویونکی دا عقیده ولري چې د بنده خوښه (مشیئت) د الله تعالی د خوښې په څېر ده یعنې په هر اړخېزوالي او اطلاق کې ورسره برابره ده، یا دا چې بنده خپلواکه خوښه (مشیئت) لري نو دا لوی شرک دی، خو که دا عقیده ولري چې د بنده خوښه د الله تعالی له خوښې (مشیئت) څخه کمه ده؛ نو دا کوچنی شرک دی.